رام الله (شال نیوز) : امریکايۍ عکاسه هایدي لیوین د فلسطین په لوېدیځه غاړه کي د زیتونو د فصل د عکاسۍ پر مهال د اسرائیلي مېشتو کسانو په برید کي سخته ژوبله شوې ده.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د اکتوبر پر ۱۶مه د رام الله ترڅنګ د ابو فلاح په کلي کي شوې ده. لیوین د فلسطیني بزګرانو د زیتونو د راټولولو عکسونه اخیستل چې برید پرې وشو.
د لیوین کورنۍ ویلي چې د هغې د چپ لاس یوه ګوته سخته ژوبله شوې، یوه پښتۍ او د ملا څو مهرې یې ماتې شوې دي. د اکتوبر پر ۱۷مه د هغې د ګوتې د عملیاتو خبر هم ورکړل شوی دی.
لیوین د برید پر مهال د خبریالۍ نښه لرونکی حفاظتي واسکټ اغوستی و. هغې ویلي چې برید کوونکو پرې څو دقیقې پرله پسې ګوزارونه کړي دي.
د پېښې په اړه د اسرائیلو د پولیسو او پوځ د پلټنو خبر ورکړل شوی، خو د برید کوونکو پر ضد د قانوني کارروایۍ وروستۍ نتیجه لا نه ده څرګنده.
دې پېښې په لوېدیځه غاړه کي د فلسطیني بزګرانو او د هغوی د حالاتو د راپور ورکولو لپاره د تلونکو خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د نړیوالو اصولو له مخې، خبریالان باید د خپلې مسلکي دندې له امله د تاوتریخوالي هدف ونه ګرځول شي. د خبریالۍ پېژندپاڼه او حفاظتي واسکټ د هغوی د شناخت او خوندیتوب لپاره استعمالېږي، خو د بریدونو مخه تل نه شي نیولای.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د پېښې په تړاو څوک نیول شوي او که نه.


شال نیوز