انګور اډه (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کي د ګورنر راج له لګېدو وروسته لومړۍ قومي امن جرګه شوې چې پکی د سیمې مشرانو د پاکستان او افغانستان پر سرحد د جګړې مخالفت کړی او د امن غوښتنه یې کړې ده. په جرګه کي دیني عالمانو، قومي مشرانو، ملکانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د جرګې ګډونوالو ویلي چې د انګور اډې خلک جګړه نه غواړي او حکومت دې په سیمه کي امن ټینګ کړي. هغوی د پاکستان له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتي چې د خلکو د سر او مال حفاظت وکړي او د تعلیم، صحت او انټرنېټ په ګډون دې ورته بنیادي سهولتونه برابر کړي.
قومي مشرانو ویلي چې د سرحدي سیمو خلک له جګړو ستړي شوي او غواړي چې ماشومان یې تعلیم وکړي او ځوانانو ته یې د کار روزګار موقعې برابرې شي.
د جرګې ګډونوالو ټینګار کړی چې د انګور اډې خلک جګړه نه، بلکې امن، قلم، کتاب او ترقي غواړي. تر اوسه د جرګې د غوښتنو په اړه د حکومت یا امنیتي چارواکو دریځ نه دی څرګند شوی.


ظفر وزير