سوات (شال نیوز) : د سوات ضلعې انتظامیې د سرکاري او شخصي سکولونو د ودانیو د حالت معلومولو او د ممکنه خطرونو د پېژندلو لپاره ځانګړې ډلې جوړې کړې دي.

 

د تعلیم محکمې ډپټي ډسټرکټ ایجوکېشن افسر فضل خالق خان د اکتوبر په ۱۷مه د ضلعې د بېلابېلو سکولونو ودانۍ معاینه کړې او د سکولونو له انتظامیې او زده کوونکو یې د ودانیو د حالت او موجوده ستونزو په اړه معلومات اخیستي دي.

 

د سوات د اطلاعاتو دفتر د خبرپاڼې له مخې، فضل خالق خان ویلي چې د ډپټي کمشنر په ځانګړو هدایاتو د ضلعي انتظامیې، تعلیم محکمې او د تعمیراتو او مواصلاتو محکمې افسرانو ته د سکولونو د معاینې ذمه واري سپارل شوې ده.

 

د نوموړي په وینا، دغه ډلې به د سکولونو د ودانیو حالت معلوموي او هغه ستونزې او خطرونه به په ګوته کوي چې د زده کوونکو او استادانو ژوند ته زیان رسولی شي. فضل خالق خان اړوندو افسرانو ته ویلي چې په دې کار کي به هېڅ ډول غفلت او ځنډ ونه زغمل شي.

 

هغه زیاته کړې چې د معاینې ډلې به خپل رپورټونه د تعلیم محکمې او ضلعي انتظامیې ته سپاري، څو د ضرورت مطابق اقدامات وشي او په تعلیمي ادارو کي د زده کوونکو او استادانو خوندیتوب یقیني شي.

 

په خبرپاڼه کي دا نه دي ویل شوي چې تر اوسه څومره سکولونه معاینه شوي، په څو ودانیو کي ستونزې موندل شوې او د معاینې کار به تر کومې نېټې بشپړېږي.