ګوادر (شال نیوز) : د ایران او پاکستان ترمنځ د ریمدان ـ ګبد سرحدي لارې د بندېدو په اړه له خپرو شوو خبرونو وروسته، ایراني سرچینو ویلي چې دغه لاره خلاصه ده او تجارتي تګ راتګ پرې روان دی.

 

د اکتوبر په ۱۷مه په خپرو شوو معلوماتو کي ویل شوي چې د ایران د خارجه وزارت په نوم یو لیک په ټولنیزو رسنیو کي خپور شوی و، چې پکی د سرحدي لارې د بندېدو خبره شوې وه. خو ایراني سرچینو دغه لیک جعلي بللی او د لارې د بندېدو خبر یې رد کړی دی.

 

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګنې په تهران کي د پاکستان سفیر د لارې بندېدل تایید کړي دي، خو د سفیر کوم رسمي بیان یا اعلامیه نه ده ترلاسه شوې چې دا خبره ثابته کړي.

 

د ایران د ټرانسپورټ او تجارت له برخې سره تړلو کسانو د سرحد په اوږدو کي د تجارتي ګاډو د ځنډېدو او د ډرایورانو د ستونزو خبره کړې ده.

 

د تهران د تجارتي خونې د ټرانسپورټ کمېسیون مشر پیمان سنندجي د اکتوبر په ۱۳مه ویلي وو چې شاوخوا درې زره لارۍ په ریمدان کي ولاړې دي. خو د لاریو ځنډېدل په خپله د سرحدي لارې د بشپړ بندېدو معنا نه لري.

 

ریمدان د ایران د سیستان او بلوچستان په صوبه کي او ګبد د پاکستان د بلوچستان د ګوادر ضلعې په سرحدي سیمه کي پروت دی. دغه لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد، تجارت او مسافرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.

 

د پاکستان د کسټم ادارې د جون میاشتې د معلوماتو له مخې، د جون له لومړۍ تر اتمې پورې له دې لارې له ۱۷ زرو ټنو زیات مایع ګاز لېږدول شوی و. ریمدان ـ ګبد د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کي د ایران او پاکستان ترمنځ د دویمې رسمي ځمکنۍ سرحدي لارې په توګه پرانیستل شوې وه.

 

که څه هم ایراني سرچینو د لارې د بندېدو خبر رد کړی، خو د اکتوبر د ۱۷مې د تګ راتګ د بشپړ وضعیت په اړه د دواړو هېوادونو د سرحدي او کسټم چارواکو تازه ګډ تصدیق نه دی ترلاسه شوی.