میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د اکتوبر پر ۱۸مه، اتوار، د سهار له پنځو بجو د ماښام تر اوو بجو پورې له خلکو په کورونو کي دننه د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

 

د ضلعي انتظامیې په نوم خپره شوې اطلاعیه کي ویل شوي چې په دغه ورځ به په شمالي وزیرستان کي د امنیتي ځواکونو تګ راتګ وي.

 

انتظامیې له خلکو غوښتنه کړې چې خپل ورځني کارونه دې بند کړي، په کورونو کي دې پاتې شي او له امنیتي ادارو سره دې همکاري وکړي.

 

په اطلاعیه کي دا هم ویل شوي چې د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ پخوانی بندیز به هم پر خپل ځای وي. انتظامیې دا نه دي ویلي چې د بیړنیو طبي ضرورتونو او ناروغانو لپاره به څه انتظامات وي.