هنګو (شال نیوز) : د هنګو ضلعې په سماري سیمه کي د اورکزو د پولیسو د ایلیټ فورس د یوه لادرکه شوي اهلکار احسان الله مړی موندل شوی دی. پولیس وايي، احسان الله له څو ورځو راهیسې لادرکه و او د هغه د موندلو لپاره تلاش روان و.
د پولیسو په وینا، داسې ښکاري چې نوموړی له تښتولو وروسته وژل شوی دی، خو د وژنې علت او په پېښه کي د ککړو کسانو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي. پولیسو د احسان الله مړی د هنګو ډسټرکټ هېډکوارټر هسپتال ته منتقل کړی دی.
د پېښې له معلومېدو وروسته پولیسو سیمه محاصره کړې او د مشکوکو کسانو د موندلو لپاره یې د تلاشۍ عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د احسان الله د تښتولو او وژلو ذمه واري چا نه ده منلې.


شال نیوز