میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په بکاخېل سیمه کي د یوې میاشتې راهیسې روان احتجاجي پرلت د ضلعي انتظامیې او قومي مشرانو ترمنځ له کامیابو مذاکراتو وروسته ختم شوی او تړل شوی سړک د هر ډول ټرافیک لپاره پرانیستل شوی دی.

 

د انتظامیې د راپور له مخې، د مداخېل، سیدګي، جاني خېل او بکاخېل خلکو له تېرو شاوخوا دېرشو ورځو راهیسې احتجاجي پرلت وهلی و، چې له امله یې پر سړک تګ راتګ بند او عام خلک له ستونزو سره مخ وو.

 

د اکتوبر پر ۱۷مه د شمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر په هدایاتو د میرعلي اسسټنټ کمشنر، پخواني تحصیلدار شیر بهادر وزیر او قومي مشرانو د احتجاج کوونکو له استازو سره مذاکرات وکړل. د مذاکراتو په نتیجه کي احتجاج کوونکو خپل پرلت ختم کړ او انتظامیې د سړک د بېرته پرانیستلو اعلان وکړ.

 

دواړو خواوو دا فیصله هم کړې چې د نومبر پر ۱۳مه به یوه لویه قومي جرګه کېږي، چې پکي به د احتجاج کوونکو غوښتنې، موجودې ستونزې او د هغو د حل لارې د انتظامیې او قومي مشرانو په مشوره څېړل کېږي.

 

انتظامیه وايي، د مذاکراتو له لارې د پرلت ختمېدو سره په سیمه کي ټرافیک بحال شوی دی. خو تر اوسه دا نه دي څرګند شوي چې د احتجاج کوونکو کومې غوښتنې منل شوې دي او کومې مسئلې د نومبر تر جرګې پورې پاتې دي.