خوست (شال نیوز) : د افغانستان په خوست ولایت کې له ۵۳۰ اړمنو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده. د خوست ولایت مقام د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د شیلټر نو نړیوالې مؤسسې د بېړنۍ پروژې په چوکاټ کې، د اقتصاد ریاست تر څارنې او د اړوندو ادارو په همغږۍ وېشل شوې ده.

 

سرچینه وايي، د دې پروژې د پلي کېدو چارې د خوست ولایت مقام د لارښوونو او صادر شویو احکامو پر بنسټ ترسره شوې دي. 

 

د خوست ولایت مقام او د اقتصاد ریاست مسؤلینو د یادې مرستې د همغږۍ او پلي کېدو په برخه کې د اقتصاد وزارت او د شیلټر نو نړیوالې مؤسسې له مرکزي او بهرنیو دفترونو او مسؤلینو څخه مننه کړې ده. دوی د یادو ادارو همکاري او ملاتړ ستایلی دی.

 

خو په خپرو شویو معلوماتو کې د دې مرستې د ټولیز ارزښت، د وېشل شویو خوراکي توکو د ډولونو او له دې مرستې وروسته د اړمنو کورنیو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.