کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت وايي، له سعودي عربستان سره یې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید او د انرژۍ په برخه کي د ګډ کار پر امکاناتو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند قاري مطیعالله عابد ویلي چې د اوبو او برېښنا وزیر د سعودي عربستان د سفر پر مهال د هغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره کتلي دي.
د نوموړي په وینا، دواړو خواوو د افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د شته امکاناتو، د لمریزې او بادي انرژۍ د پراختیا او د تخنیکي تجربو د شریکولو په اړه خبرې کړې دي.
افغان لوري د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت چارواکو او تخنیکي کارکوونکو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي او هلته د برېښنا د تولید امکانات له نږدې وڅېړي.
د وزارت په وینا، سعودي چارواکو دغه بلنه منلې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کي به یې یوه تخنیکي ډله افغانستان ته سفر وکړي. افغانستان د برېښنا له کمښت سره مخ دی او د خپلې اړتیا یوه لویه برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.
اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان د لمریزې او بادي برېښنا د تولید لپاره مناسب امکانات لري او په دې برخه کي پانګونه کولی شي د وارداتي برېښنا اړتیا کمه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي وايي، په افغانستان کي د کال زیاتره ورځې لمر وي او په ځینو سیمو کي د باد له لارې هم برېښنا تولیدېدای شي.
بلې اقتصادي کارپوهې تهمینې منګل ویلي چې له سعودي عربستان سره همکاري کولی شي افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې، د کار د موقعو او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.
خو تر اوسه دواړو هېوادونو د کومې مشخصې پروژې، د پانګونې د اندازې یا د عملي کار د پیل نېټه نه ده اعلان کړې.
افغانستان د اوبو، لمر او باد له لارې د برېښنا د تولید امکانات لري، خو د دغو امکاناتو د استعمال لپاره پانګونې، تخنیکي وسایلو او د برېښنا د لېږد پراخو انتظاماتو ته اړتیا ده.


شال نیوز