کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ په ګمکول شریف کي د حضرت شاه ۷۹م کلنی درې ورځنی عرس پیل شوی، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ورته د زیارت کوونکو د راتګ لړۍ روانه ده.

 

د عرس دستورې د اکتوبر په ۱۶مه پیل شوې او د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۸مه به د ماسپښین له لمانځه وروسته په اجتماعي دعا پای ته ورسېږي.

 

د کوهاټ ریجن پولیس مشر شاکر حسین داوړ، ډپټي کمشنر محمد نواز، د ضلعې پولیس مشر رای مظہر اقبال او نورو لوړپوړو چارواکو د ګمکول شریف له سجاده نشین پیر حبیب الله شاه سره ځانګړې لیدنه کړې ده.

 

د لیدنې پر مهال د پاکستان د امن او سلامتۍ لپاره دعاګانې شوې دي. چارواکو د عرس په مناسبت د زیارت کوونکو لپاره د انتظاماتو او امنیتي تدابیرو جاج هم اخیستی او په دربار شریف کي یې فاتحه خواني کړې ده.

 

د ضلعي انتظامیې په وینا، د عرس په درې ورځنیو دستورو کي د ګډون لپاره د ملک له بېلابېلو برخو څخه زیارت کوونکي ګمکول شریف ته روان دي.