لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) ویلي چې د لکي مروت ضلعې په بېټني سیمه کې یې له امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د حافظ ګل بهادر ډلې یو کمانډر زاهد ګل وژلی دی.

 

سي ټي ډي وايي، زاهد ګل د کوهاټ پر پولیس لاینز د ځانمرګي برید مرکزي منصوبه جوړوونکی و او په یو شمېر نورو بریدونو کې هم امنیتي ادارو ته مطلوب و. د ادارې په وینا، زاهد ګل د کوهاټ پولیس لاینز د برید پر مهال له بارودو ډک موټر په خپله تر ټاکلي ځایه رسولی و.

 

سي ټي ډي ویلي چې نوموړی د کوهاټ په بلي ټنګ سیمه کې د بانک په یوه ډاکه کې هم لاس درلود، چې پکې ۶۰ لکه روپۍ وړل شوې وې. د چارواکو په وینا، له بانک څخه وړل شوې پیسې د بنو ضلعې په بکاخېل او جاني خېل سیمو کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ وېشل شوې وې.

 

د سي ټي ډي د معلوماتو له مخې، زاهد ګل له حافظ ګل بهادر ډلې سره نږدې اړیکې لرلې او کوهاټ ته د ځانمرګو بریدګرو په لېږدولو کې هم لاس درلود. ادارې ویلي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نوموړي د کوهاټ پر نویو پولیس لاینز د برید لپاره یو ځانمرګی بریدګر راوستی و، خو امنیتي ادارو دغه برید شنډ کړی و.

 

سي ټي ډي دا هم ویلي چې زاهد ګل په کوهاټ کې د پاکستان د هوايي ځواک پر مرکز او د پولیسو پر روزنیز سکول د بریدونو منصوبې لرلې. د چارواکو په وینا، له نوموړي سره د تړلې وسله‌والې ډلې یو شمېر نور کسان له وړاندې د امنیتي ادارو په حراست کې دي.

 

سي ټي ډي ویلي چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي دي. د زاهد ګل د وژل کېدو او پر نوموړي د لګول شویو تورونو په اړه تر اوسه له خپلواکو سرچینو تایید نه دی ترلاسه شوی. د حافظ ګل بهادر ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.