بریمن (شال نیوز) : افغانې خبریالې، لیکوالې او سیاسي فعالې زرغونې ولي د جرمني د بریمن ایالت پارلمان ته د کیڼ اړخي ګوند (ډي لینک) له لارې د نوماندۍ غوښتنه کړې ده.
زرغونې ولي په خپل خپاره کړي سیاسي پیغام کي ویلي چې غواړي د بریمن د اوسېدونکو د حقونو، د کورونو د ستونزو او ټولنیز انصاف لپاره کار وکړي.
هغې ویلي چې له کلونو راهیسې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کي برخه اخلي او غواړي خپله تجربه د بریمن د خلکو د ستونزو په حلولو کي وکاروي.
نوموړې په خپل پیغام کي د کورونو ستونزې ته ځانګړې اشاره کړې او ویلي یې دي چې مناسب کور لرل د هر انسان حق دی او باید یوازې د پیسو لرونکو خلکو په وس کي نه وي.
زرغونې ولي ویلي چې د بریمن ټول اوسېدونکي باید د ژبې، قوم، نژاد او اقتصادي حالت له توپیر پرته برابر حقونه ولري او له چا سره هم توپیري چلند ونه شي.
هغې ویلي چې سیاست یوازې واک ته د رسېدو وسیله نه ده، بلکې سیاستوال باید د خلکو پر وړاندې مسئولیت ومني او د هغوی د ورځني ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي.
زرغونې ولي ویلي چې د جرمني د کیڼ اړخي ګوند له لارې غواړي د هغو خلکو غږ پورته کړي چې په ټولنه کي یې غوښتنو ته کمه پاملرنه کېږي. هغې په خپل پیغام کي د اقتصادي بېبرابرۍ او د خلکو ترمنځ د توپیرونو د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.
د جرمني د کیڼ اړخي ګوند د بریمن څانګې د ۲۰۲۷ کال د پارلماني انتخاباتو لپاره د نوماندانو لېست اعلان کړی دی. د ګوند په لومړنیو معلوماتو کي زرغونې ولي د نوماندۍ غوښتنه کړې وه، خو د سپټمبر پر ۲۶مه په منظور شوي ۲۸ کسیز لېست کي یې نوم نه دی راغلی.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې نوموړې به په انتخاباتو کي د دغه ګوند د رسمي نوماندې په توګه برخه واخلي او که نه. د بریمن ایالت پارلماني انتخابات د ۲۰۲۷ کال د مې پر ۳۰مه ټاکل شوي دي.
زرغونې ولي د خپل پیغام په پای کي د بریمن له اوسېدونکو غوښتي چې د داسې ښار د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي چې هر څوک پکی د خپل اقتصادي حالت، ژبې او اصلي وطن له توپیر پرته برابر حقونه ولري.


شال نیوز