واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې سعودي عرب باید په یمن کي د حوثیانو خلاف د جګړې لپاره د اسرائیل د مرستې وړاندیز ومني.

 

ټرمپ د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۶مه، په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کي وویل چې اسرائیل له سعودي عرب سره ډېره مرسته کړې ده او دی فکر کوي چې ریاض به د اسرائیل وړاندیز ومني.

 

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کي کړې چې د یمن حوثیانو پر سعودي عرب د میزایلو او ډرون بریدونه زیات کړي دي. ټرمپ دا هم ویلي چې د سعودي عرب او اسرائیل ترمنځ د سفارتي اړیکو د جوړېدو امکان تر پخوا زیات شوی دی.

 

خو سعودي عرب تر اوسه په رسمي توګه د اسرائیل د پوځي مرستې د منلو اعلان نه دی کړی. د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر دې وړاندې د حوثیانو خلاف له سعودي عرب سره د مرستې وړاندیز کړی و، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي سفارتي اړیکې نشته.

 

د ټرمپ له څرګندونو دا نه ده څرګنده شوې چې اسرائیل له سعودي عرب سره څه ډول مرسته کړې او ایا دغه مرسته پوځي وه او که استخباراتي.