اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام‌اباد د یمن د مسئلې د سوله‌ییز حل لپاره د سیاسي خبرو اترو او سفارتي هڅو ملاتړ کوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان له ایران سره نږدې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یو بل لپاره ښه نیت او درناوی موجود دی. نوموړي ټینګار کړی چې د یمن مسئله باید د جګړې پر ځای د سیاسي خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

 

پاکستان دا دریځ په داسې حال کې څرګند کړی چې په یمن کې روانې جګړې او د سیمې امنیتي کړکېچ د منځني ختیځ پر حالاتو اغېز کړی دی. اسلام‌اباد له تهران سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار کوي او د یمن د مسئلې لپاره د سوله‌ییزې لارې ملاتړ کوي.