نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د ښځو د رحم د غاړې د سرطان د مخنیوي لپاره د نجونو د وېکسین لګولو کمپاین د نومبر له ۱۱مې تر ۲۴مې نېټې پورې ترسره کېږي.

 

د نوښار اېډېشنل ډپټي کمشنرې ساره تواب ویلي چې په دې کمپاین کې به له نهو تر ۱۴ کلونو پورې نجونو ته د اېچ پي وي وېکسین په وړیا توګه لګول کېږي.

 

هغې د نوښار د ډپټي کمشنر په دفتر کې د خبریالانو یوې ورځنۍ روزنیزې غونډې ته وویل چې د کمپاین لپاره ۱۶۲ تربیه شوې لیډي هېلت ورکرانې ټاکل شوې دي.

 

د ساره تواب په وینا، د دې کمپاین مقصد د نجونو روغتیا خوندي کول او په راتلونکي کې د رحم د غاړې د سرطان خطر کمول دي.

 

په غونډه کې د حفاظتي ټیکو د پروګرام، ای پي آی، کوارډینېټر ډاکټر هاشم خان وویل چې د رحم د غاړې د سرطان یوه لویه وجه د هیومن پیپیلوما وایرس، یا اېچ پي وي، ځینې ډولونه دي.

 

هغه وویل چې د دې وایرس پر ضد وېکسین خوندي او اغېزمن دی او د نجونو پر میاشتني عادت او د اولاد پیدا کولو پر صلاحیت منفي اغېز نه لري.

 

ډاکټر هاشم خان زیاته کړه چې د سعودي عربستان او قطر په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نجونو ته دا وېکسین لګول کېږي.

 

نوموړي له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپلې لوڼې په ټاکلي عمر کې وېکسین کړي، څو په راتلونکي کې د رحم د غاړې د سرطان له خطره خوندي پاتې شي.

 

د روغتیايي ماهرینو په وینا، د اېچ پي وي وېکسین د رحم د غاړې د سرطان د مخنیوي یوه اغېزمنه لاره ده، په ځانګړي ډول هغه وخت چې نجونو ته له وایرس سره تر مخامخ کېدو مخکې ولګول شي.