اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو پولیس وايي، د ضلعې په مشتي مېله سیمه کې یې له اورکزو سکاؤټس سره په ګډو عملیاتو کې د لښکر اسلام ډلې ۱۰ وسله‌وال وژلي دي. د پولیسو په وینا، دغه عملیات د مشتي مېلې تاڼې اړوند د بنجعلي او خېبر اکاخېلو ترمنځ په سرحدي سیمه کې شوي دي.

 

پولیس وايي، وسله‌ والو د سنګهړا مرکزي سړک بند کړی و، چې له امله یې امنیتي ځواکونو عملیات وکړل. د پولیسو په وینا، د وژل شویو وسله‌والو له ډلې د دوو تنو مړي امنیتي ځواکونو له ځان سره وړي دي.

 

د اورکزو پولیسو ویلي چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره به د وسله‌والو پر ضد عملیات دوام ولري. لښکر اسلام تر اوسه د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي. د مرګ ژوبلې شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.