کرمه (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په بدامه سیمه کې د وروستیو بارانونو له امله د یو دوه پوړیز خټین کور چت لوېدلی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

 

د پولیسو او ژغورنې ادارې د ۱۱۲۲ سرچینو په وینا، پېښه د جمعې په ورځ ،د اکتوبرپه ۱۶مه، د کرمې په منځنۍ برخه کې د بدامه په کلي کې شوې ده.

 

سرچینې وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د خاورو او نړېدلي کور له پاتې شونو څخه یې د خلکو د را ایستلو عملیات پیل کړي دي.

 

د ژغورنې کارکوونکو له خاورو څخه څلور کسان را ایستلي، چې یوه ښځه او دوې نجونې پکې مړې شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

 

د معلوماتو له مخې، یاد کور خټین و او د وروستیو بارانونو له امله یې ودانیز جوړښت کمزوری شوی و. ټپي کس او د مړو جسدونه د کرم په صدې روغتون ته لېږدول شوي دي.