باجوړ (شال نیوز) : د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کي د هوايي ډګر پر سیمه د راپور شوي برید پر مهال وژل شوی د باجوړ ځوان رضوان الله د جمعې په ورځ په خپله پلرنۍ سیمه کي خاورو ته وسپارل شو.

 

د رضوان الله جنازه د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصیل د عليمانو کلي د کرکټ په میدان کي وشوه، چي پکښې د سیمې مشرانو، خپلوانو او عامو خلکو په لوی شمېر ګډون وکړ.

 

د نوموړي مړی چي کله خپل کلي ته ورسېد، نو په سیمه کي د غم فضا خپره شوه. د جنازې پر مهال د هغه خپلوان او د کلي خلک سخت غمجن وو.

 

د مقامي معلوماتو له مخې، رضوان الله په ریاض کي د هغه برید پر مهال وژل شوی چي ویل کېږي د یمن حوثي وسله والو کړی دی.

 

تر اوسه د سعودي چارواکو له خوا د دې پېښې د څرنګوالي، د وژل شویو کسانو د شمېر او د برید د مسوولیت په اړه خپلواک تایید نه دی ترلاسه شوی.