پېښور (شال نیوز) : د پېښور پولیس وايي چې د ښار په ګڼ مېشته سیمه یکه توت کي یې په پرېشر کوکر کي جوړ شوی ۱۱ کلو وزني بم ناکاره کړی او د یوې ممکنه چاودنې مخه یې نیولې ده.

 

د پولیسو په وینا، په سیمه کي د بم د موجودیت له اطلاع وروسته د یکه توت تاڼې پولیس او د بمونو ناکاره کولو ډله موقعې ته ورسېدل.

 

د پېښور د سټي پولیسو مشر شاهد عدنان او د یکه توت تاڼې مشر ریاض اپریدي تر څارنې لاندې د بمونو ناکاره کولو ډلې دغه بم په خوندي توګه ناکاره کړ.

 

پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې بم چا او د څه مقصد لپاره اېښی و او ایا په دې تړاو څوک نیول شوي دي. د پېښې په اړه د نورو پلټنو تفصیل هم نه دی ورکړل شوی.