تهران (شال نیوز) : په ایران کي د افغانستان او ایران د یو شمېر علمي او کلتوري شخصیتونو ترمنځ په یوه غونډه کي د افغان محصلینو او کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي.
په غونډه کي د افغانستان له خوا ډاکټر بسم الله خان مومند او ویسا صافي او د ایران له خوا آریا پوري، احمد قهرماني او مېرمن محبوب ګډون کړی و.
د غونډې د تنظیموونکو په وینا، افغان استازو په ایران کي د محصلینو او کډوالو ستونزې له ایراني ګډونوالو سره شریکې کړې او د حل پر لارو یې خبرې وکړې.
ګډونوالو د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو د پراخولو لپاره د یوې ګډې ټولنې پر جوړولو هم بحث وکړ.
د دې ټولنې لپاره د «کلتور، علم او دوستۍ پل» شعار غوره شوی دی. ټاکل شوې چې دا ټولنه د دواړو هېوادونو د استادانو، لیکوالانو او نورو علمي او کلتوري شخصیتونو ترمنځ د همکارۍ لپاره کار وکړي.
د غونډې تنظیموونکو نه دي ویلي چې د افغان محصلینو او کډوالو د ستونزو د حل لپاره کومه مشخصه پرېکړه شوې او که نه.


شال نیوز