چارسده (شال نیوز) : د چارسدې په ترناب روډ د سړک په یوه پېښه کي دوه ماشومان مړه شوي او یو بل سخت ژوبل شوی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، درې ماشومان د ټرک لاندې راغلي وو چې له پېښې وروسته د ریسکیو کارکوونکو د چارسدې ضلعي هېډکوارټر هسپتال ته ورسول.

 

په پېښه کي پنځه کلن مبین د فرهادالله زوی او یوولس کلن سیف الله د شېر ولي زوی مړه شوي دي، جبکہ څوارلس کلن یاسین د فرهادالله زوی ژوبل دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، مبین او یاسین د ګلشن اباد خټ کورونه اوسېدونکي دي او سیف الله د نوښار د خېشګي سیمې اوسېدونکی دی.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د ضلعي ایمرجنسي افسر غیور مشتاق خان په لارښوونه یې ایمبولینس د پېښې ځای ته رسولی او ماشومان یې هسپتال ته منتقل کړي دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې ماشومان څنګه د ټرک لاندې راغلي او ډرایور نیول شوی دی او که نه.