کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال، ابراهیم صدر ویلي، د امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د شرطې(پولیسو) معاشونه باید دوه برابره شي، څو د هغوی د دوامداره خدمتونو او دندو په بدل کې مناسب امتیازات ورکړل شي.

 

نوموړي یوه غونډه کې ویلي، امنیتي ځواکونه د شپې او ورځې په اوږدو کې، ۲۴ ساعته، په خپلو دندو بوخت دي او د خلکو د امنیت د ټینګښت، د نظم د ساتلو او د امنیتي مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

 

صدر ټینګار کړی چې د امنیتي ځواکونو د دندو حساسیت او د هغوی دوامداره بوختیا ته په پام سره، د معاشونو زیاتوالی یوه مهمه اړتیا ده. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره پرله‌پسې کار کوي او باید د خپلو خدمتونو په بدل کې له مناسبو معاشونو برخمن وي.

 

تر اوسه د امنیتي ځواکونو د معاشونو د دوه برابره کېدو په اړه د طالبانو د حکومت له لوري د کومې رسمي پرېکړې، د عملي کېدو د نېټې او یا هم د دې طرحې د مالي سرچینو په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.

 

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت په امنیتي ادارو کې د دغه تحریک غړي د پام وړ حضور لري او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نورو عامو افغانانو ونډه او حضور د پام وړ نه ښکاري.

 

د طالبانو د امنیتي ځواکونو د معاشونو د زیاتوالي موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د اقتصادي وضعیت، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله ګڼ افغانان له مالي ستونزو سره مخ دي.

 

په همدې حال کې د طالب ځواکونو د معاشونو د احتمالي زیاتوالي د څرنګوالي او پر دولتي بودجې د اغېزو په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.