پېښور (شال نیوز) : د پېښور په حسن خېل سیمه کي د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کي یو پولیس وژل شوی دی. د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید وايي، وسله والو تېره شپه د حسن خېل په سپین مېله سیمه کي د پولیسو پر پوسته برید وکړ.

 

د هغه په وینا، په برید کي یو کانسټېبل ووژل شو، خو د پولیسو له ځوابي ډزو وروسته برید کوونکي له سیمې وتښتېدل. تر اوسه د وژل شوي پولیس نوم نه دی څرګند شوی او نه هم کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري منلې ده. د برید کوونکو د نیولو په اړه هم نور معلومات نه دي ورکړل شوي.