سوات (شال نیوز) : د سوات پولیس وايي چې د کانجو په سخا ډوب سیمه کي د ترهګرۍ ضد محکمې او ضلعي پولیسو په ګډو عملیاتو کي درې وسله وال وژل شوي او دوه نور په تېښته بریالي شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، عملیات د اکتوبر په ۱۵مه د سیګرام، لالو بانډې او شاوخوا غرنیو سیمو کي د وسله والو د موجودیت له اطلاع وروسته پیل شوي وو.

 

د ترهګرۍ ضد محکمې په بیان کي ویل شوي چې پولیسو غوښتل مشکوک کسان ونیسي، خو هغوی د پولیسو په لیدو ډزې پیل کړې او وروسته په یوه نږدې کور کي پټ شول. پولیس وايي چې له ځوابي ډزو وروسته یې د کور د تلاشۍ پر مهال درې مړي وموندل، خو دوه نور کسان تښتېدلي دي.

 

وژل شوي کسان عبدالله، منصور علي او غفران الله نومول شوي دي. د پولیسو په وینا، عبدالله او منصور علي د مټې تحصیل د نیلاګرام او غفران الله د شکردرې د شیدالې اوسېدونکي وو. پولیس وايي چې دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان د مظفر، مشهور په خالد، له ډلې سره تړلي وو.

 

د پولیسو د بیان له مخې، له وژل شوو کسانو څخه درې کلاشنکوفونه، شپږ میګزینونه، مرمۍ او شناختي کارډونه ترلاسه شوي دي. پولیسو همدارنګه د شکردرې د پولیس تاڼې نقشه او یوه کتابچه هم موندلې ده.

 

پولیسو ویلي چې دغه کسان په روان کال کي پر افضل خان ګجر د ډزو، د نعمت علي خان پر کور او حجره د برید او د سلیم الله مشهور په ساجد د وژنې په پېښو کي هم ککړ وو.

 

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په عملیاتو کي د برخه اخیستونکو پولیسو ستاینه کړې ده. پولیس وايي چې د تښتېدلو دوو کسانو تلاش روان دی او د پېښې په اړه نورې پلټنې کوي.

 

د وژل شوو کسانو د وسله والې ډلې سره د تړاو او په پخوانیو بریدونو کي د لاس لرلو په اړه د پولیسو د څرګندونو خپلواک تصدیق نه دی ترلاسه شوی.