خېبر (شال نیوز) : د خېبر ضلعې باړې ته له پېښور او شاوخوا سیمو څخه نور امنیتي ځواکونه لېږل شوي او د بازار په ګډون په بېلابېلو ځایونو کي ځای پر ځای شوي دي.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ځواکونه د نورو احتجاجونو او احتمالي ګډوډیو د مخنیوي لپاره ورغوښتل شوي دي. تر دې وړاندې په باړه کي د احتجاجونو پر مهال ځینو کسانو یو شمېر امنیتي عسکر نیولي وو، یونیفورمونه یې ترې ایستلي وو او ځینې یې په کوڅو کي ګرځولي وو.

 

په سیمه کي له وروستیو نښتو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي دي. تر اوسه چارواکو د تازه‌دمو ځواکونو د شمېر او په باړه کي د هغوی د ځای پر ځای کولو په اړه تفصیل نه دی ورکړی.