هنګو (شال نیوز) : د هنګو په پاس کلي سیمه کي د یو کور د تعمیر پر مهال د چت لوېدو له امله څلور مزدوران ژوبل شوي دي. ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، مزدورانو د کوټې لنټر اچاوه چې ناڅاپه پرې راولوېد او څلور واړه تر ملبې لاندې ګېر شول.
د ریسکیو کارکوونکو ژوبل مزدوران له ملبې راویستلي او روغتون ته یې رسولي دي. د روغتون مشر ډاکټر حلیم ویلي چې د ټولو ژوبلو مزدورانو حالت له خطرې بهر دی.


شال نیوز