لکي مروت (شال نیوز) : د لکي مروت انتظامیې ویلي، پر انډس هایوې به د هغو بار وړونکو ګاډو پر ضد کارروایي کوي چې له قانوني حد څخه زیات وزن وړي.
د لکي مروت ایډیشنل ډپټي کمشنر حبیب الله وزیر د انډس هایوې این ۵۵ پر سر د کرم وېټ سټېشن دوره کړې او د ګاډو د وزن معلومولو انتظامات یې کتلي دي. په دې موقع د نېشنل هایوې اتهارټۍ د جنوبي سیمې افسر سبحان او نور اړوند چارواکي هم موجود وو.
چارواکو ویلي، د پېښور هایکورټ د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د ۲۵مې نېټې د حکم او د نېشنل هایوې اتهارټۍ د قوانینو له مخې به د زیات وزن وړونکو ګاډو مخه نیول کېږي.
د انتظامیې په وینا، له مقرر حد څخه زیات وزن د سړکونو د خرابېدو سبب ګرځي او د هغوی پر مرمت د حکومت زیاتې پیسې لګېږي. انتظامیې ټرانسپورټرانو او ډرایورانو ته ویلي چې په خپلو ګاډو کي دې له قانوني حد څخه زیات سامان نه باروي.
چارواکو دا هم څرګنده کړې چې کوم ګاډي د قانون مطابق وزن وړي، هغوی ته به د زیات وزن په وجه چالان نه ورکول کېږي. د ضلعې انتظامیه وايي، د سړکونو د ساتنې لپاره به له نېشنل هایوې اتهارټۍ سره ګډې کارروایۍ جاري ساتي.


غلام اکبر مروت