پاړا چنار (شال نیوز) : د کرمې ضلعې په پاړا چنار کي د ډپټي کمشنر فهد وزیر په مشرۍ جرګه شوې، چې پکښې قومي مشرانو د سیمې د امنیت، سرکاري ادارو د کارونو او ترقياتي منصوبو په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې وړاندې کړې دي.

 

په جرګه کي د پاړا چنار د ضلعي هېډکوارټر روغتون د اسانتیاوو زیاتولو، د کېډټ کالج جوړولو، د ځنډېدلو ترقياتي منصوبو د بیا پیلولو او ځوانانو ته د روزګار د موقعو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

 

قومي مشرانو د ټل ـ پاړا چنار سړک د بحالۍ، د ځمکو د شخړو د هواري، د نشه يي توکو د مخنیوي او د پاړه چنار هوايي ډګر د بیا فعالولو غوښتنې هم کړې دي.

 

په غونډه کي د سیمې په معدني وسایلو کي د مقامي خلکو د ملکیت او حقونو، د زیانمنو شوو ټرکونو مالکانو ته د تاوان ورکولو او د سرکاري ادارو ترمنځ د رابطو ښه کولو موضوعات هم څېړل شوي دي.

 

د جرګې ګډونوالو ویلي چې په کرمه کي د امن د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره د انتظامیې او قومي مشرانو ترمنځ ګډ کار ضروري دی.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې انتظامیې د وړاندې شوو غوښتنو په اړه کومې عملي پرېکړې کړې دي او د منصوبو د بشپړېدو لپاره یې څه وخت ټاکلی دی.