اورکزي (شال نیوز) : د اورکزو ضلعې په کلایه کي د ډپټي کمشنر په مشرۍ قبایلي جرګه شوې، چې پکښې د سیمې د امنیت، د خلکو د تحفظ او د اړوندو ادارو د ذمه واریو په اړه خبرې شوې دي.

 

د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، په جرګه کي د سرې د غیرقانوني لېږد د مخنیوي، د معدني وسایلو د لیز لایسنسونو د معطلولو او د امنیت اړوند مهمو مقدمو د زر فیصله کولو په اړه بحث شوی دی.

 

په غونډه کي دا خبره هم شوې چې د کلایې په ضلعي مرکز کي دې یو ګډ کنټرول روم جوړ شي، څو د امنیتي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال د ادارو ترمنځ رابطې اسانه شي. اړوندو ادارو ته د امنیت، طبي اسانتیاوو او بېړنیو مرستو د انتظاماتو د ښه کولو هدایت شوی دی.

 

قبایلي مشرانو په جرګه کي ویلي چې د بېلابېلو مسلکونو ترمنځ د همغږۍ، امن او د خلکو د تحفظ لپاره به له ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو سره خپلې همکارۍ جاري ساتي.

 

انتظامیې تر اوسه نه دي ویلي چې د ګډ کنټرول روم د جوړېدو او د معدني لایسنسونو د معطلولو په اړه به عملي ګامونه کله پورته کېږي.