باجوړ (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز پارټۍ د باجوړ ضلعي صدر حاجي شیر بهادر خان ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د تحریک انصاف د ۱۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د مبینه کرپشن، غیرقانوني بهرتیانو او سرکاري وسایلو د غلط استعمال بې طرفه تحقیقات پکار دي.

 

نوموړي په باجوړ پریس کلب کي یوې خبري غونډې ته وویل چې په صوبه کي بدامنۍ، کرپشن او خپلوانو ته د نوکریانو ورکولو د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، تحریک انصاف په تېرو ۱۳ کلونو کي د امن په ټینګولو او د خلکو د ستونزو په هوارولو کي پاتې راغلی دی.

 

حاجي شیر بهادر خان وویل چې پیپلز پارټي د جمهوري حکومت مخالفه نه ده، خو د صوبې د خراب امنیتي وضعیت له امله یې له وفاقي حکومت څخه د ګورنر راج غوښتنه کړې وه. هغه وویل چې د تعلیم، صحت، ځنګلاتو او نورو سرکاري محکمو کي د مبینه غیرقانوني بهرتیانو تحقیقات دې وشي.

 

نوموړي دا تور هم ولګاوه چې د صوبايي اسمبلۍ د ځینو غړو زامن او سیکرټریان له سرکاري افسرانو څخه هره میاشت په زور پیسې اخلي. هغه غوښتنه وکړه چې د دغو تورونو تحقیقات دې وشي او که څوک په غیرقانوني کارونو کي ککړ ثابت شي، قانوني کارروایي دې ورسره وشي.

 

په خبري غونډه کي د پیپلز پارټۍ د اطلاعاتو سیکرټري محمد شکیل اتمان، جنرل سیکرټري شهاب الدین شهاب، ډپټي جنرل سیکرټري میا سمیع الله جان، عبدالله ایډوکېټ، حیدر علي شاه او نورو مشرانو هم ګډون کړی وو.

 

دوی د خېبر پښتونخوا له ګورنر سره د ملاتړ څرګندونه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په باجوړ او د صوبې په نورو ضلعو کي دې بندې ترقياتي منصوبې بېرته پیل شي او د تعلیم او صحت سهولتونه دې ښه کړل شي.

 

د پیپلز پارټۍ مشرانو وویل چې په صوبه کي د امن له ټینګولو، د کرپشن له ختمولو او د سرکاري ادارو له اصلاح پرته د پرمختګ تمه نه شي کېدای. تحریک انصاف د پیپلز پارټۍ د دغو تازه تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي. د دغو تورونو خپلواکه پخلی هم نه دی شوی.