لندن (شال نیوز) : د هرمز تنګي ته نږدې د دوو تجارتي بېړیو د ډوبېدو په اړه تازه معلومات ښيي چې د یوې بېړۍ ټول ۲۱ کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي، خو پر بله بېړۍ په شوي برید کي یو کارکوونکی وژل شوی و.

 

د سنګاپور د سمندري چارو ادارې ویلي چې د جي اېف اېس پرایډ په نوم کانټینر وړونکې بېړۍ له برید وروسته اور اخیستی او ډوبه شوې ده. د ادارې په وینا، د بېړۍ ټول ۲۱ کارکوونکي ژغورل شوي او هیچا ته پکي مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

په یوه بله پېښه کي د انټیګوا او باربودا د بیرغ لاندې روانه کېپ داو نومې تجارتي بېړۍ هم ډوبه شوې ده. پر کېپ داو بېړۍ د سپتمبر پر ۲۳مه برید شوی و چې یو کارکوونکی یې پکي وژل شوی او نور ژغورل شوي وو. د بېړۍ د ډوبېدو خبر د اکتوبر پر ۱۵مه خپور شوی دی.

 

د ایران دوو لوړپوړو چارواکو ویلي چې تهران د هرمز له تنګي د تېرېدونکو بېړیو په اړه نوې تګلارې عملي کوي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پر دغو دوو بېړیو بریدونه چا کړي دي.

 

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده. د نړۍ د تېلو د تجارت یوه لویه برخه له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي. دواړه بېړۍ په یوه ورځ نه دي ویشتل شوې. پر کېپ داو د سپتمبر پر ۲۳مه برید شوی و، خو د ډوبېدو خبر یې اوس خپور شوی دی.

 

د بېړیو د ډوبېدو او د عملې د مرګ ژوبلې معلومات د سمندري ادارو او سرچینو له قوله ورکړل شوي دي. د دواړو بریدونو مسؤلیت لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.