پنجشېر (شال نیوز) : د افغانستان په پنجشېر ولایت کي د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ واوره شوې او د دغه ولایت غرونه یې سپین کړي دي. د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لتون ویلي چې د اکتوبر له ۱۳مې راهیسې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کي واوره ورېږي او په نورو سیمو کي بارانونه روان دي.

 

لتون د «ویژه روز» خبري رسنۍ ته ویلي چې په پنجشېر کي د لومړۍ واورې له ورېدو سره یو پخوانی دود هم تړلی دی چې خلک یې «برفي» بولي. د دغه دود له مخې، خلک د لومړۍ واورې په مناسبت یو بل مېلمستیاوو ته رابولي او د خوراک او مېلمه پالنې بندوبست کوي.

 

د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو له اړوندو ادارو غوښتي چې د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي، خپلې چارې سره همغږې کړي او له هغو کورنیو سره مرستې وکړي چې د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ کېدای شي.

 

پنجشېر د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د ژمي په موسم کي یې په ځینو سیمو کي د واورې له امله پر سړکونو تګ راتګ ستونزمن کېږي.