بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو یو هېډ کانسټېبل په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا، پېښه د بنو ښار پر سرکلر روډ د مسلم اباد سیمې ته نږدې شوې، چې وسله والو د پولیسو د ځانګړې څانګې پر هېډ کانسټېبل رقیب الله ډزې کړې دي.
پولیس وايي، وژل شوی رقیب الله د سوکړۍ ضابطه خان سیمې اوسېدونکی و. له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د تښتېدلو بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده شوې او نه هم کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.


شال نیوز