خوست (شال نیوز) : د افغانستان په خوست ولایت کې یوې مور د بېپولې ډاکټرانو د روغتون د دروازې مخې ته ماشوم زېږولی دی. د پېښې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو ځايي چارواکو د څېړنو لپاره ځانګړې ډله ټاکلې ده.
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي چې د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست په ګډه د پېښې د څېړلو پرېکړه کړې ده. د دغه دفتر په وینا، ټاکل شوې ډله به معلوموي چې ښځې ولې د روغتون له ودانۍ بهر ماشوم زېږولی او ایا هغې ته پر وخت روغتیايي مرستې برابرې شوې وې او که نه.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې مور او ماشوم په څه حالت کې دي او ولې زېږون د روغتون له دروازې بهر شوی دی. د بېپولې ډاکټرانو ادارې د دې ځانګړې پېښې په اړه دریځ هم په ورکړل شویو معلوماتو کې نه دی څرګند شوی.
په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روغتیايي مرکزونو کمښت، د مسلکي قابلو نشتوالی او اقتصادي ستونزې د امیندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې په کم عمر کې ودونه، بېوزلي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د میندو او ماشومانو د مړینې خطر زیاتوي.


شال نیوز