جرمني (شال نیوز) : د جرمني د مکلنبورګ فورپومرن ایالت په نوی براندنبورګ ښار کي پولیس وايي، ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان یې پېژندلي چې د یو ۱۴ کلن هلک د وهلو ټکولو او ځورولو په پېښه کي د لاس لرلو شک پرې کېږي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکمن کسان د نهو او ۱۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري او نجونې او هلکان دواړه پکښې شامل دي. پولیس وايي، قرباني هلک د څو ساعتونو لپاره په سوکانو، لغتو او بېلابېلو شیانو وهل شوی او د بدن ځینې برخې یې هم سوځول شوې دي.
د پېښې ویډیوګانې له بېلابېلو زاویو اخیستل شوې وې او د یو وخت لپاره پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې. پولیس وايي، دغو ویډیوګانو ورسره د یو شمېر شکمنو کسانو په پېژندلو کي مرسته کړې ده.
د پولیسو په وینا، د نیول شویو موبایل ټیلیفونونو له پلټنې څخه یې هم نور شواهد ترلاسه کړي دي. پولیسو په لومړي سر کي د هلک ټپونه سطحي بللي وو، خو له طبي معاینې وروسته څرګنده شوه چې هغه سخت ټپي شوی او روغتون ته رسول شوی دی.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو د ټولو ۱۲ شکمنو کسانو د رول معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د تحقیقاتو له امله یې نور معلومات نه دي خپاره کړي.
د جرمني د قانون له مخې، تر ۱۴ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان د جرمونو په تړاو جزايي مسؤلیت نه لري، خو د ماشومانو او ځوانانو د ساتنې اړوند ادارې یې په اړه اقدامات کولای شي.


شال نیوز