باجوړ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د خار تحصیل په لوی سم سیمه کي د نامعلومو وسله والو په ډزو کي یو پولیس وژل شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
د باجوړ د پولیسو ډي اېس پي سعیدالرحمان د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوی پولیس نورالله نومېده او ژوبل کسان د خار مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.
د ځایي سرچینو په وینا، نورالله په رخصتۍ خپل کور ته روان و چې په لاره کي نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې. پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او د برید کوونکو د نیولو لپاره په سیمه کي د لټون عملیات روان دي.
تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده شوې او نه هم کومې ډلې د پېښې مسؤلیت منلی دی.


حسبان الله باجوړې