هلمند (شال نیوز) : د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم پر پاکستان غږ کړی چې د افغانانو ترمنځ د اختلافونو له پیدا کولو لاس واخلي. نوموړي دا څرګندونې په هلمند پوهنتون کي د یوې رغنیزې پروژې د کار د پیل پر مهال کړې دي.

 

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، ندیم ویلي چې ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملای او هڅه کوي د افغانانو ترمنځ اختلافونه پیدا کړي.

 

هغه ویلي: «ځینې ګاونډیان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملای او د اختلاف رامنځته کولو زمینه برابروي، خو بریالي به نه شي.»

 

د پاکستان حکومت تر اوسه د نوموړي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې د امنیتي اختلافونو او پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

 

اسلام‌اباد په وار وار ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال په افغانستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید د دغه هېواد دننه حل شي.

 

پاکستاني ځواکونو په وروستیو کي د افغانستان په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې د طالبانو حکومت یې د افغانستان د حاکمیت سرغړونه بولي.

 

پاکستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له کابل سره د نږدې اړیکو تمه لرله، خو د ټي ټي پي د فعالیتونو، سرحدي نښتو او امنیتي اختلافونو له امله د دواړو لوریو اړیکې په پرله‌ پسې ترینګلتیا بدلې شوې دي.