اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د هېواد پر پخوانیو پوځي واکمنانو او امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د وسله والو پر مرکز بدل کړل شوی و او دلته ورته روزنه ورکول کېده.
اڅکزي د اکتوبر پر ۱۴مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې جنرال ایوب خان لس کاله، ضیاءالحق یوولس کاله او پروېز مشرف هم یوولس کاله واکمن پاتې شوي، خو د دغو پوځي واکمنیو په پایله کې پاکستان د وسله والو پر مرکز بدل شو.
هغه د حکومت په خطاب کې وویل: «تاسو پاکستان د وسله والو پر مرکز بدل کړ، دلته وسله والو ته روزنه ورکول کېده.»
نوموړي په خېبر پښتونخوا کې د ایمرجنسۍ او ګورنر راج د نافذولو پرېکړه هم وغندله او له وفاقي حکومت یې وغوښتل چې دغه اقدامات بېرته واخلي. اڅکزي وویل چې په وزیرستان کې د معدني زېرمو د نیولو هڅې روانې دي او د امنیتي عملیاتو له امله خلک وژل کېږي.
هغه د وفاقي حکومت پر قانوني حیثیت هم پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل چې حکومت په ناقانونه توګه جوړ شوی دی. اڅکزي وزیراعظم شهباز شریف ته د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې د هېواد او آئین په خاطر ورسره خبرو ته تیار دی.
هغه وویل: «په دې پارلمان کې دوه څوکۍ کېږدئ، زه او شهباز ورور به مخامخ کښېنو او د ستونزو حل به راوباسو.»
بلخوا د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په همدې غونډه کې وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو زیاتوالي او د صوبایي حکومت نه پاملرنې وفاقي حکومت اړ کړ چې ایمرجنسي نافذه کړي.
تارړ وویل چې په تېرو دولسو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا کې ۳۷۸۷ وسله والې پېښې ثبت شوې دي. د اڅکزي څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د خېبر پښتونخوا د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پر سر د وفاقي حکومت او اپوزیسیون ترمنځ اختلافونه دوام لري.


شال نیوز