پېښور (شال نیوز): په پېښور کې د بالیووډ د ارواښاد ستوري راج کپور تاریخي پلارنۍ کپور حویلۍ، چې د قصه خوانۍ بازار په زړه کې موقعیت لري، د وروستیو سختو بارانونو او د جمعې په شپه د زلزلې له امله سخت زیانمنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دغې تاریخي ودانۍ یوه برخه د زلزلې له امله راغورځېدلې ده. د خېبر پښتونخوا د هېریټيج کونسل سېکرټري شکیل وحیدالله رسنیو ته ویلي، چې پرله پسې بارانونو د دغې زړې ودانۍ بنیادونه کمزوري کړي وو، خو د تېرې جمعې په شپه د زلزلې زورورې جړقې د دې لامل شوې چې د حویلۍ یو دیوال راونړېږي.

د کپور حویلۍ تاریخي ارزښت

کپور حویلي چې شاوخوا یوه پېړۍ لرغونتوب لري، د خپل وخت د معمارۍ یوه غوره نمونه ګڼل کېږي. دا ودانۍ ۴۰ خونې لري او په زړه پورې نقاشیو او جاروکو باندې سینګار شوې ده.

 دا حویلي د راج کپور د نیکه دیوان بشیشور ناتھ کپور لخوا جوړه شوې وه. د بالیووډ بنسټ اېښودونکی پرتھوي راج کپور دلته اوسېدلی او راج کپور هم په همدې کور کې زېږېدلی و.  د کپور کورنۍ په ۱۹۳۰ لسیزه کې له دې ځایه ممبۍ ته کډه شوه او له ۱۹۴۷ کال وروسته دا ودانۍ په بشپړه توګه پاتې شوه.

د بیارغونې غوښتنه

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې دا حویلي "ملي میراث" اعلان کړې وه، خو د سیمې د لرغون پېژندنې پوهان او ځايي اوسېدونکي نیوکه کوي چې د ودانۍ ساتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

شکیل وحیدالله پر صوبايي حکومت او د لرغون پېژندنې په ریاست غږ کړی چې د دې تاریخي شتمنۍ د ژغورلو لپاره سمدستي اقدامات وکړي، که نه نو دغه ارزښتناکه معمارۍ به د تل لپاره له منځه لاړه شي. که څه هم په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو د ودانۍ اوسني حالت د سیمې خلک او د هنر مینه وال اندېښمن کړي دي.