د بلوچستان په چمن ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او په ۱۲ ضلعو کې د بېړني حالت د نفاذ پر ضد احتجاجي مظاهره شوې ده. د احتجاج د مخنیوي لپاره د پولیسو درنه نفري هم ځای پر ځای شوې ده. د مظاهرې او د سیمې د وضعیت نور تفصیلات د شال نیوز د خبریال نعیم اڅکزي په راپور کې وګورئ.


نعيم اچکزئي