پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف یي اې) د فساد ضد څانګې ویلي چې په پېښور کې یې څلور افغانان د پاکستاني شناختي کارډونو او پاسپورټونو د ناقانونه ترلاسه کولو په تور نیولي دي.

 

د پاکستاني رسنیو په وینا، اېف آی اې د نیول شویو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده. د ادارې چارواکي وايي، دغو کسانو پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه د قانون خلاف ترلاسه کړي وو.

 

چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او هڅه کوي معلومه کړي چې د اسنادو په جوړولو کې نور څوک لاس لري او دا اسناد څنګه ترلاسه شوي دي.

 

تر اوسه د نیول شویو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي او دا هم معلومه نه ده چې د شناختي کارډونو او پاسپورټونو په جوړولو کې د کومو ادارو کارکوونکي ښکېل وو او که نه.

 

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اسنادو د کتنې او د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو وګړو پر ضد اقدامات زیات کړي دي.