اورکزي (شال نیوز) : د کوزې اورکزۍ په مشتي بازار کي د سرکاري های سکول د تښتول شوي پرنسپل محمد اقبال د نه راخوشې کېدو پر ضد استادانو احتجاج کړی او حکومت ته یې د جمعې تر ورځې وخت ورکړی دی.
احتجاج کوونکو استادانو زده کوونکو ته رخصتي ورکړې او کورونو ته یې لېږلي دي. دوی له حکومت او پولیسو غوښتنه کړې چې د محمد اقبال د خوندي راخوشې کولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.
استادانو ویلي چې د یو سکول د مشر تښتول کېدل نه یوازې د استادانو او زده کوونکو، بلکي د ټولې سیمې لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. د دوی په وینا، د استادانو او زده کوونکو امنیت ساتل د حکومت ذمه واري ده او که استادان په خپلو سکولونو کي ځانونه خوندي نه احساسوي، نو تعلیمي چارې به څنګه روانې وي؟
احتجاج کوونکو خبرداری ورکړی چې که محمد اقبال د اکتوبر تر ۱۶مې، جمعې ورځې پورې راخوشې نه شي، نو د اورکزیو په ټولو سکولونو کي به تدریسي چارې بندې کړي.
تر اوسه د پرنسپل د تښتولو د څرنګوالي، د تښتوونکو د پېژندګلو او د هغه د راخوشې کولو لپاره د پولیسو د اقداماتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


علي افضل افضال