اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د تحریک انصاف د صوبايي حکومت کړنو داسې حالات رامنځته کړل چې وفاقي حکومت د ایمرجنسۍ لګولو پرېکړې ته اړ شو.

 

بلاول بوټو د اکتوبر پر ۱۴مه په قومي اسمبلۍ کي د وینا پر مهال وویل چې د ایمرجنسۍ نافذول د خوښۍ خبره نه ده، خو د هغه په وینا، حکومت تر دې پرېکړې مخکې له اپوزیشن سره د خبرو ټولې ممکنې لارې وازمویلې.

 

نوموړي وویل چې د تحریک انصاف صوبايي مشرتابه د موجوده سیاسي او امنیتي وضعیت په رامنځته کېدو کي مهم رول لوبولی دی. بلاول د تحریک انصاف د حکومت کړنې له «ځانمرګي برید» سره تشبیه کړې او ویې ویل چې اپوزیشن باید په موجوده حالاتو کي د خپل رول مسئولیت ومني.

 

د پیپلز ګوند مشر وویل چې ولسمشر اصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کي د آئین له مخې ایمرجنسي نافذه کړې ده. د هغه په وینا، کله چې دا موضوع په لومړي ځل ولسمشر ته وړاندې شوه، پرېکړه وشوه چې تر هر ډول اقدام مخکې له اپوزیشن سره خبرې وشي.

 

بلاول زیاته کړه: «که موږ ته قانع کوونکی دلیل وړاندې شوی وای، ولسمشر به دغه سند نه و لاسلیک کړی.»

 

د اکتوبر پر ۱۱مه ولسمشر زرداري د وفاقي کابینې په سپارښتنه په خېبر پښتونخوا کي ایمرجنسي او ګورنر راج نافذ کړل او د تحریک انصاف صوبايي حکومت یې معطل کړ. وفاقي حکومت د دې پرېکړې دلیل د وسله والو بریدونو زیاتوالی او له امنیتي ادارو سره د صوبايي حکومت د همکارۍ نشتوالی بللی دی.

 

خو تحریک انصاف دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې وفاقي حکومت د امنیت په پلمه د خلکو منتخب حکومت له واکه لرې کړی دی.