سیول (شال نیوز) : د سویلي کوریا پولیس وايي، د انچیون ښار د چاقو په برید کي د ژوبلو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی. د پولیسو په وینا، د نورو ژوبلو کسانو له پېژندلو وروسته دا شمېر لوړ شوی دی.
پولیسو د اکتوبر پر ۱۳مه یو مشکوک کس نیولی و چې په ښار کي پر خلکو د چاقو په برید تورن دی. د سویلي کوریا د رسنیو د راپورونو له مخې، د یو ژوبل حالت نازک دی، خو د کوم کس د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.
د یونهاپ خبري اژانس په وینا، برید د انچیون ښار په یو تجارتي مرکز کي شوی و. بریدګر، چې ۵۹ کلن دی، په دواړو لاسونو پورې چاقوګان تړلي وو او د ودانۍ په بېلابېلو پوړونو کي یې پر خلکو بریدونه کړي وو. خلکو بریدګر قابو کړی او وروسته پولیسو نیولی دی.
د سویلي کوریا ولسمشر لي جې میونګ د پېښې د بشپړې پلټنې امر کړی دی. پولیس لا هم د برید د علت معلومولو لپاره تحقیقات کوي.


شال نیوز