کابل (شال نیوز) : د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.

 

د ټولګټو چارو وزارت په وینا، نوموړی به په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

 

د وزارت په وینا، په دې غونډه کې به د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

 

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت دغه سفر د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا، د پانګونې د راجلبولو او د هېواد د ټرانزیټي ظرفیتونو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.