اسلام‌ اباد (شال نیوز) : په سعودي عربستان کي پر هوايي ډګرونو د بریدونو له امله له پاکستانه سعودي عربستان ته پروازونه سخت اغېزمن شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د پاکستان له بېلابېلو هوايي ډګرونو څخه ۱۱۴ پروازونه منسوخ شوي یا نه دي ترسره شوي.

 

د پروازونو د شیډول له مخې، په همدې موده کي ۷۷ نور پروازونه هم له ځنډ سره مخ شوي دي. د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض د هوايي ډګر د تړل کېدو له امله د پاکستان او ریاض ترمنځ ۲۸ پروازونه منسوخ شوي دي.

 

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ریاض هوايي ډګر به د اکتوبر تر ۱۷مې د شپې تر ۱۲ بجو پورې تړلی وي. د پروازونو د منسوخ کېدو له امله سعودي عربستان ته تلونکي پاکستانیان، په ځانګړي ډول هغه مسافر چې د کار، کاروبار او کورنیو لیدو لپاره سفر کوي، له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

هوايي شرکتونو مسافرو ته ویلي چې هوايي ډګر ته له روانېدو وړاندې د خپلو پروازونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. د پاکستان د هوايي چلند ادارې له خوا د منسوخ شویو او ځنډېدلو پروازونو د شمېرو خپلواک تایید لا نه دی ترلاسه شوی.