کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د شخصي سکولونو اتحادیو د کوټې له ضلعي انتظامیې غوښتي چې د درېیو میاشتو فیسونو د یو ځای اخیستو د بندیز قانوني بنیاد دې څرګند کړي.

 

د شخصي سکولونو د اتحادیې مشر ملک رشید کاکړ او نورو استازو د اکتوبر پر ۱۳مه په کوټه کي یوې خبري غونډې ته وویل چې که دا مسئله حل نه شي، دوی به عدالت ته مراجعه وکړي او د عدالت د سپکاوي درخواست به جمع کړي.

 

د اتحادیو د استازو په وینا، د کوټې د لوېدیځې برخې ډپټي کمشنر په کچلاک کي د یوې ولسي غونډې پر مهال شخصي سکولونو ته لارښوونه کړې وه چې د زده کوونکو له کورنیو دې د درېیو میاشتو فیسونه یو ځای نه اخلي.

 

دوی وايي، د سکولونو د فیسونو په اړه باید داسې قانوني اصول موجود وي چې د بلوچستان په ټولو ضلعو کي یو شان عملي کېږي. د شخصي سکولونو استازو غوښتنه کړې چې ضلعي انتظامیه دې د خپلې پرېکړې قانوني حیثیت روښانه کړي.

 

د ډپټي کمشنر دفتر تر اوسه د اتحادیو د دغو څرګندونو په اړه په دې راپور کي دریځ نه دی وړاندې شوی. د اتحادیو له لوري د عدالتي اقدام خبرداری ورکړل شوی، خو د درخواست د جمع کېدو پخلی نه دی شوی.