باړه (شال نیوز) : د خېبر ضلعې باړه بازار د اکتوبر په ۱۴مه تړل شوی، بازار ته ټولې ورغلې لارې بندې شوې او په سیمه کي اضافي پولیس ځای پر ځای شوي دي. دا اقدامات په داسې حال کي شوي چې د دوشنبې په ورځ په باړه کي د تحریک انصاف د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ سختې نښتې شوې وې.

 

 

د احتجاجونو پر مهال پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی و او ډزې هم شوې وې. د شال نیوز ترلاسه شوې ویډیوګانې لږ تر لږه اووه ژوبل کسان ښيي او د ډزو غږونه هم پکي اورېدل کېږي، خو دا لا نه ده معلومه چې ټول ژوبل کسان په ډزو لګېدلي دي که نه.

 

د نښتو پر مهال ځینو سرکاري ودانیو ته اور اچول شوی و. پولیسو د احتجاجونو او نښتو په تړاو څلور مقدمې درج کړې دي. د بازار له تړل کېدو سره کاروباري فعالیتونه هم درېدلي دي، خو تر اوسه چارواکو نه دي ویلي چې بازار او ورغلې لارې به کله بېرته پرانیستل شي.