اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان مخالفو سیاسي ګوندونو په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج د سمدستي ختمولو، د منتخب صوبايي حکومت د بېرته بحالولو او د نیول شویو سیاسي مشرانو او کارکنانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنې د اکتوبر پر ۱۳مه په اسلاماباد کي د پارلېمنټ په ودانۍ کي د مخالفو ګوندونو په ګډه غونډه کي شوې دي چې مشري یې د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي کوله.
په غونډه کي د سېنېټ د اپوزیشن مشر علامه راجه ناصر عباس، د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د تحریک انصاف جنرل سیکرټري سلمان اکرم راجه او نورو مخالفو مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې په پای کي په خپور شوي ګډ بیان کي د خېبر پښتونخوا د منتخب حکومت ختمول، د ایمرجنسۍ نافذول او د سیاسي مشرانو او کارکنانو نیول غندل شوي دي.
ګډونوالو د اکتوبر ۱۱مه، چې وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا د منتخب حکومت د ځنډولو پرېکړه وکړه، د پاکستان د جمهوریت لپاره توره ورځ بللې ده.
دوی د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي او نورو سیاسي مشرانو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د نیول شویو کسانو آئيني او قانوني حقونه دې وساتل شي.
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن غونډې ته د وفاقي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خپلو خبرو تفصیل وړاندې کړی دی. فضل الرحمن ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د ختمولو لپاره خبرې روانې وې او ده د وزیراعظم شهباز شریف سره هم په دې اړه ملاقاتونه کړي وو.
د نوموړي په وینا، تحریک انصاف د ځینو غوښتنو د منلو په صورت کي د اسلاماباد پر لور د احتجاجي لاریون درولو ته چمتو شوی و، خو وفاقي حکومت د خبرو له پرمختګ سره سره د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پرېکړه وکړه.
فضل الرحمن تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د حکومت په غوښتنه یې د منځګړیتوب هڅې کړې وې، خو د خبرو په جریان کي د وفاقي حکومت پرېکړې سیاسي حالات نور هم خراب کړل. د غونډې ګډونوالو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي حالاتو په اړه د وفاقي حکومت پر مختلف چلند هم پوښتنې راپورته کړې دي.
محمود خان اڅکزي تر دې وړاندې ویلي وو چې که په خېبر پښتونخوا کي د خراب امنیت له امله ګورنر راج نافذېدای شي، نو په بلوچستان کي هم امنیتي حالات له دې صوبې ښه نه دي.
هغه د وفاقي حکومت پر دې پرېکړه نیوکه کړې وه چې په خېبر پښتونخوا کي یې منتخب حکومت ځنډولی، خو په بلوچستان کي یې ورته اقدام نه دی کړی.
مخالفو مشرانو په ګډ بیان کي ویلي چې خېبر پښتونخوا له وړاندې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ ده او په داسې حالاتو کي سیاسي اختلافونه او د منتخب حکومت ختمول حالات نور هم خرابولی شي.
دوی غوښتنه کړې چې د وسله والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې د وفاقي او صوبايي حکومتونو او نورو اړوندو خواوو په مشوره ګډه قومي تګلاره جوړه شي. ګډونوالو ویلي چې د امنیتي ستونزو حل باید د سیاسي خبرو، ګډو پرېکړو او آئيني لارو له مخې ولټول شي.
مخالفو ګوندونو ژمنه کړې چې د آئین د بالادستۍ، صوبايي خودمختارۍ او د خېبر پښتونخوا د خلکو د آئيني او مالي حقونو لپاره به خپلې سیاسي او قانوني هڅې جاري ساتي.
بلخوا وفاقي حکومت وايي چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسۍ او ګورنر راج پرېکړه د امنیتي حالاتو او د وسله والو بریدونو د زیاتېدو له امله شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سېنېټ غونډې ته ویلي چې د ایمرجنسۍ او ګورنر راج نافذول د آئین خلاف نه دي او حکومت دا پرېکړه له قانوني اړخه ارزولې ده. نوموړي ویلي چې له تحریک انصاف سره د خبرو په لومړیو پړاوونو کي د وسله والو فعالیتونو او امنیتي ستونزو په اړه بحث شوی و.
خو تحریک انصاف د وفاقي حکومت دریځ ردوي او وايي چې د صوبې د امنیتي ستونزو د حل لپاره د منتخب حکومت ختمول مناسب اقدام نه دی.
د مخالفو ګوندونو دا ګډه غونډه په داسې حال کي شوې چې د خېبر پښتونخوا د منتخب حکومت له ځنډېدو وروسته په صوبه کي سیاسي احتجاجونه او د تحریک انصاف د مشرانو او کارکنانو نیونې روانې دي.
د اکتوبر پر ۱۳مه د خېبر ضلعې په باړه کي هم د تحریک انصاف د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې وې. پولیسو د شاوخوا ۵۰ کسانو د نیولو او د مقدماتو د درج کولو خبر ورکړی دی.
د خېبر پښتونخوا د سیاسي او امنیتي کړکېچ د حل په اړه د وفاقي حکومت او مخالفو ګوندونو ترمنځ اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.


شال نیوز