نوښار (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا په نوښار او پبو سیمو کې وکیلانو د صوبايي بار کونسل په غوښتنه د عدالتونو چارې په بشپړه توګه پرېښې دي.
د شال نیوز خبریال سید ندیم مشواڼي د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نوښار په ضلعي عدالتونو او د پبو په تحصیلي عدالتونو کې وکیلانو د خیبر پښتونخوا بار اسوسی اېشن په غوښتنه له عدالتي کاروایۍ سره بایکاټ کړی دی.
په همدې تړاو د نوښار د ضلعي بار اسوسی اېشن عمومي غونډه هم د دې ټولنې د مشر، میا ارشد جان اېډوکېټ، په مشرۍ جوړه شوې ده.
په غونډه کې د خیبر پښتونخوا په صوبه کې د ایمرجنسي او ګورنر راج لګولو پرېکړه په سختو ټکو غندل شوې او پرېکړه شوې چې د دې اقدام پر ضد به په لوړو عدالتونو او د ولس په کچه د احتجاج او قانوني مبارزې لپاره له ټولو لارو کار واخیستل شي.
میا ارشد جان اېډوکېټ غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د پاکستان د مرکزي حکومت او ولسمشر له لوري په خیبر پښتونخوا کې له کوم دلیل پرته د ایمرجنسي او ګورنر راج لګول د خواشینۍ وړ دي.
هغه ادعا کړې چې دغه اقدام د صوبې د خلکو د ولسي استازیتوب سپکاوی دی او مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا د خلکو پر ولسي واکمنۍ برید کړی دی.
د نوښار د ضلعي بار اسوسی اېشن مشر ویلي، چې وکیلان به د ایمرجنسي او ګورنر راج پر ضد په لوړو عدالتونو او ولسي کچه خپله مبارزه روانه ساتي.


ندیم مشواني